طالبانو په بغلان کې جګړې ته مخه کړې ده

کابل ټکی کام ۰۷میزان/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

طالبانو د کندوز له نیولو وروسته د کندوز په ګاونډي ولایتونو تخار او بغلان کې جګړه پیل کړې ده.

د ځايي خلکو پر وینا چې طالبان هڅه کوي چې له کندوز څخه وروسته بغلان او تخار ونیسي.

طالبانو له کندوز څخه وروسته په تخار ولایت کې د اشکمش او بنګي کلا ولسوالۍ ونیولې.

چې اوس یې د بغلان په ځینو ولسوالیو کې عملیات پیل کړي دي.

په بغلان کې د پیل شوې جګړې په اړه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو پرون د بغلان ولایت په ځنګل باغ سیمه کې د افغان امنیتي عسکرو ۵ ټانګونه او یو شمېر عسکر له منځه وړي دي.

مجاهد ویلي دي چې یاد وژل شوي پولیس د کندوز په لور د جګړې په موخه روان وو، خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button