دلمر او سپوږمۍ تندر نیول

دلمر او سپوږمۍ تندر نیول

ليكنه : ابو رفيع

په کال کې دوه ځله لمر او سپوږمۍ تندر نیول یو طبیعي او عادي خبره ده او په کال کې دوه ځله د سپوږمۍ تندر نیول او دوه ځله دلمر تندر نیول صورت مومي خو داضروري نه ده چې دا څلور پیښې دې هر څوک وګوري ځکه چې کله تندر دسپوږمۍ یا لمر ټوله حصه نیسي اوکله بعضې حصه نیسي ، کله په هغو علاقو کې وي چې انسانان پکې اوسیږي او کله داسې سیمو کې پیښیږي چې هلته څوک نه اوسیږي.

خو کله چې دا دوه پیښې کلي او اباده سیمه کې وشي نو بیا مطبوعاتو کې پراخه انعکاس ومومي لکه پرون سهار (28/9/2015) نیټه باندې چې اوروپایي او امریکایي سیمو کې د سپوږمۍ دتندر نیولو پیښه په لکونو خلکو ننداره کړه او په مطبوعاتو کې یې پراخ انعکاس وموندله.

 

دا پیښه څنګه را مینځ ته کیږي او لامل یې څه شی دی؟

ددې پیښې لپاره دوه سببونه دي یو نژدې سبب دی او بل لرې. لرې سبب یي په حدیث مبارک کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم بیان کړی دی ، هغه فرمایی : إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَا يَكْسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ، وَلَا لِحَيَاتِهِ، وَلَكِنَّهُمَا مِنْ آيَاتِ اللهِ، يُخَوِّفُ اللهُ بِهِمَا عِبَادَهُ، فَإِذَا رَأَيْتُمْ كُسُوفًا، فَاذْكُرُوا اللهَ حَتَّى يَنْجَلِيَا .رواه مسلم. ژباړه : لمراو سپوږمۍ د چا د مرګ یا د چا د ژوند له امله تندر نه نیسي بلکه دا دواړه د الله تعالی د قدرت نښې دي خپل بندګان ورباندې ډاروي، کله مو چې تندر نیول ( دلمر یاسپوږمی ) ولیدل نو د الله تعالی ذکر کوی تر دې چې بیرته روښانه شي.

ددې حدیث شریف نه معلومه شوه چې ددې په ذریعه الله تعالی خپل بندګان ویروې ترڅو الله تعالی ته متوجه شي او د ګناهونوڅخه  توبه وباسي، نو د بندګانو ګناهونه یی لری لامل دی.

او نژدې سبب او لامل یې هغه دی چې کوم ساینس پوهان وایې چی کله د لمر او زمکې تر مينځ سپوږمۍ واقع شي یعنې لمر سپوږمۍ او زمکه په نیغه کرښه کې سره برابر شي چې په مينځ کې سپوږمۍ وي نو په دې صورت کې د سپوږمۍ سوری په زمکه باندې راشي او لمر د هغه خلکو د نظر نه پټ شي چې څوک د سپوږمۍ دسیورې لاندې راشي او  دوه نه تر اوه منټو پورې لمر پټ شي، دا پیښه دقمري میاشت په دیرشم یا نهه ویشتم تاریخ باندې واقع کیږي بل وخت نه پیښیږي.

او چې کله لمر، زمکه او سپوږمۍ په یوه نیغه کرښه کی سره برابر شي او منيځ کې یې زمکه راشي نو بیا د زمکې سیوری په سپوږمی را وغورزیږي اود لمر رڼا د سپوږمۍ څخه بنده شي نو بیا سپوږمۍ توره شي او تر دری نیمو ساعتونو پورې دوام کوي. دا پیښه د قمري میاشتې په نیمایي (14مه 15مه 16 مه ) کې واقع کیږي.

د سپوږمۍ دتندر نیولو پیښه تر دری نیمو ساعتونوپورې ځکه اوږدیږي چې دزمکې د کرې حجم تقریبا 81 کرته دسپوږمۍ دکرې د حجم نه زیات دی نو تر ډیره وخته پورې سپوږمۍ تر خپل سوري لاندې نیسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button