کابل ټکی کام ۳۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په څلور لاري کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د بدخشان ولایت ځايي مسئولین وايي، په چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
له بلې خوا د کشم ولسوالۍ د روغتون یوه ډاکټر فیض الرحمن احمدي رسنیو ته ویلي:
«له پېښې وروسته اته وژل شوي کسان راوړل شوي دي.»
«یو شمېر ټپیانو تخار ولایت ته پر لاره ساه ورکړې ده.»
«د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره نه لرم، خو ګومان کوم، چې د وژل شویو او ټپیانو شمېره شاوخوا سل کسان وي.»
ده وویل، دغه چاودنه د کشم ولسوالۍ بازار په څلور لارې کې شوې ده، چې غالباً د یوه ځای پر ځای شوي ماین په مټ ترسره شوې وي.
د بدخشان ولایت والي فیصل بهزاد وايي:
«د پېښې یو شمېر ټپيان مو تخار ته د درملنې لپاره لېږدولي دي، او د دغه ولایت روغتیايي مشر هم د ټپیانو په عاجله درملنه کې ګامونه پورته کړي»
د دغې پېښې پړه تر اوسه پورې چا نه ده منلې.
















