سرلیکنه
په بلخ ولایت کې د مخه د لویو لارو د نا امنیو شکایتونه په وار وار ولایتي چارواکو او مرکز ته وړاندې شول، خو تر اوسه پورې د لویو لارو امن او ساتنه کې نه ولایتي چارواکو او نه مرکز کوم مثبت قدم پورته کړ، چې په بلخ ولایت کې د نا امنیو له امله زیات شمیر خلکو له خپلو سیمو کډې وکړې.
د بلخ ولایتي شورا غړو دمحلي چارواکو لخوا په غیرقانونو توګه پر خپلوکسانو د وسلې ویشلو په اړه اندیښنه ښودلي ده او وايي، چې د لویو لارو په اوږدوکې کوم امن خراب شوی او چورتالان شروع دی، دا د همدې غیرقانوني وسله والو، چې ولایتی چارواکو وسله وال کړي، کړنې دي .
په بلخ کې په زرګونو وسلې ویشل شوي، ګوته ېې د بلخ والي عطامحمد نور ته نیول کيږي، چې په بلخ ولایت کې وسلې بې له زور واکو بل څوک نه شي ویشلای، ځکه خو په بلخ کې نا امني ورځ په ورځ خرابیږي او ولس سره د زور او ظلم غږ څو ک نه اوري .
د بلخ ولایت دشولګر ې ولسوالۍ په شمول په ۱۴ ولسوالیوکې په غیرمسئولوکسانو وسلې ویشل شوي دي او د نورو وسلو وېش روان دی. تر اوسه پورې د بلخ له والي څخه چا دا پوښتنه ونه کړه، چې په غیرقانوني توګه په زرګونو کسانو باندې د وسلو ویش د کوم هدف لپاره دی؟
د ملي یووالي حکومت تر اوسه پورې په دې نه دی توانیدلی، چې د یونیم کال راپدېخوا د بلخ په ولایت کې د اوسیدونکو په بیا بیا شکاینونو سره د بلخ له والي څخه پر غیر مسئولو کسانو د وسلو د ویش پوښتنه وکړي .
په بلخ کې پر غیرمسئولو کسانو باندې د وسلو د وېش څخه دا څرګندیږي، چې هر وخت د بلخ والي وغواړي د دولت او یا د بل کوم مخالف په مقابل کې پاڅون وکړي، د زرګونو غیر مسئولو وسلوالو په وسیله ېې کولای شي .
مخکې دبلخ ولایت څخه دطالبانو د عشر او ذکات له امله شکایتونه کیدل، چې طالبان او ناڅرګند کسان دطالبانو په نامه عشر او ذکات له خلکو راټولوي، خو اوس سره ددې، چې د طالبانو حضور په بلخ کې تر پخوا هم زیات دی، څوک دطالبانو لخوا د عشر او ذکات شکایت نه کوي، اوس یواځې د بلخ د والي لخوا، چې په خپلو کسانو په غیر قانوني توګه وسلې ویشي شکایتونه زیات شوي دي.
په بلخ کې د والي عطامحمدنور لخوا په خپلو کسانو د وسلو ویش په ظاهره دطالبانو د احتمالي سقوط په نامه دی، خو په حقیقت کې ېې هدف په بلخ کې د هغه خپله حکمراني ده.
دا به هم ومنو، چې زیاته ویره عطانور له طالبانو څخه لري، چې که د نورو ولایتونو په څیر د بلخ د ولایت څخه هم دسقوط خطر پیداشي نو له خپلو وسلوالو به کار واخلي، خو دا نه ده څرګنده، چې د بلخ والي به د بلخ دسقوط لپاره لومړی له خپلو وسلوالو څخه کار واخلي او که په بلخ کې دده پر خلاف دپاڅو ن پر مهال به دخپلې حکمرانۍ لپاره به ویشل شوې وسلې استعمال کړي .
















