کابل ټکی کام ۳۱غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له لورې په خپور شوي تازه راپور کې راغلي دي، چې د شخړو او جګړو له کبله د تښتېدونکو کډوالو شمېره تر بل هروخت په بې سارې توګه لوړه شوې ده.
راپور کې راغلي دي، چې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د شخړو او جګړو له کبله د تښتېدونکو کډوالو شمېر ۶۵.۳ میلیون ته رسېدلی دی، چې دا شمېره تر ټولو لوړه ګڼل کیږي.
«داسې ښکاري چې د ځمکې پر سر له هرو ۱۳۳ انسانانو څخه یو انسان کډوال شوی دی.»
راپور کښلي، چې د کډوالو شمېره په کال کې پنځه میلیونه ډېره شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي:
«وېره لرو، چې په اروپا کې د کډوالو کرکېچ بحراني حالت ته ونه رسیږي.»
د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو هر اړخیز راپور خپور کړی دی، چې د کډوالو پر دغه شمېره یې سخته اندېښنه ښودلې ده.
راپور کې راغلي دي، دا لومړی ځل دی، چې په نړیواله کچه د کډوالو شمېره له ۶۰ میلیونو اوړي.
د کډوالو د دغې شمېرې نیمایي کډوال له سوریې، افغانستان او سومالیا هېوادونو څخه د جګړو له کبله تښتېدلي دي.
راپور کې دې ته هم اشاره شوې ده، چې تر ټولو ډېرو کډوالو په جرمني کې پناه اخیستې ده.
ملګري ملتونه وايي، ډېری نور کډوالو اروپا ته د ځان رسونې په هڅه کې دي.
د یادولو ده، دغه سازمان ویلي دي، چې تېر کال د سمندر له لارې اروپا ته څه د پاسه ۱۰۱۱۷۰۰ کډوال رسېدلي وو.
















