سوریه د نړۍ تر ټولو نا امنه، او ایسلنډ تر ټولو با امنه هېوادونه اعلان شول

کابل ټکی کام ۰۱چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد سوریه، او تر ټولو با امنه هېواد ایسلنډ ونومول شول.
د امریکا د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ د نړۍ تر ټولو د نا امنه او با امنه هېوادونو لست خپور کړی دی، چې په دغه راپور کې تر ټولو نا امنه هېواد سوریه او تر ټولو با امنه هېواد ایسلنډ په ګوته شوي دي.
دغه انسټیټیوت چې هر کال د ۱۶۳ هېوادونو د امنیت او ارامۍ په اړه څېړنې کوي، او په پای کې پرې راپور خپروي، سږ کال یې هم د هر هېواد د ټولنیز امنیت، امن، د کورنیو او بهرنیو نښتو د ابعادو په نظر کې نیولو سره راپور خپور کړی دی.
په راپور کې ویل شوي دي، چې ایسلنډ د ۱۱۹۲ نمبرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ تر تولو با امنه هېواد نومول شوی دی.
د نا امنه هېوادونو لست په لاندې ډول دی:
۱: سوریه
۲: سویلي سوډان
۳: عراق
۴: افغانستان
۵: سومالیه
۶: یمن
۷: منځنی افریقا جمهوریت
۸: اوکراین
۹: سوډان
۱۰: لېبیا
او د نړۍ تر ټولو د با امنه هېوادونو لست په لاندې توګه دی:
۱: ایسلنډ
۲: ډنمارک
۳: اتریش
۴: نیوزلنډ
۵: پرتګال
۶: چک جمهوریت
۷: سویس
۸: کاناډا
۹: جاپان
۱۰: سلوانیا



