طالبان: کابل کمپنۍ سیمه کې مو د پوليسو درې افسران وژلي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱ زرغون خوږیاڼی

طالبانو خبر ورکړی، چې تیره شپه شاوخوا ۹ بجې د کابل ولایت کمپنۍ سیمه کې ددوی ملګرو په پولیس افسرانو ناڅاپي برید وکړ.

خبر زیاتوي، چې د برید په پایله کې ۳ پولیس افسران ځای پر ځای ووژل شول.

طالبانو د برید مسؤليت منلی او ویلي یې دي، چې یاد پولیس افسرانو په کورنیو چارو وزارت کې دندې ترسره کولې.

طالبانو د وژل شوو افسرانو د کورنیو چارو د وزارت کارتونه او هویت هم نشر کړی دی.

تر اوسه امنیتي چارواکو د یادو افسرانو د وژلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button