دا ملاله بلېنډه ده پرهرژلیه!\بلېنډه بدرۍ

کابل ټکی کام ۰۱چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: بلېنډه بدرۍ

څه له ویر ډکه کیسه ده پرهرژلیه
ستا په وینو باندې سره ده پرهرژلیه
په غمبورو د انګار راتېره شوې
سوې لوې دې بشره ده پرهرژلیه
ته په ژۍ د خپل ژوندون مړ ژواندی پروت یې
خو څپانده دې جذبه ده پرهرژلیه
هسې پام دې د زخمو غلطومه
غوږ شه څه ښه قصیده ده پرهرژلیه
مات لښکر ېې په ټپو چې بیرته جوړ کړ
دا ملاله بلینډه ده پرهرژلیه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button