کابل ټکی کام ۰۲چنګاښ/۱۳۹۵، لیکنه: سید احمدالله غزنوي
د بدر غزا ته په قرانکریم کې یوم الفرقان ویل شوي دي، یعنې د حق او باطل د جلا والي ورځ، دغه غزا د صحابه کرامو او مشرکینو ترمنځ لومړی جنګ وو، چې ډېرو کمو مسلمانانو پر ډېرو مشرکینو بری وموندو.
دغه ورځ مسلمه امت ته په ډاګه کوي، که ستاسو ټولی د مقابل دښمن له تعداد څخه ډېر کم هم وي، خو که متفق او متحد واوسئ، نو پر خپل لوړ شمېر لرونکي دښمن به بری ومومئ.
د بدر غزا مسلمه امت ته دا درس ورکوي، که دوی مسکینان وي، لوڅ وي، د خپل مقابل دښمن په وړاندې د مقابلې وسایل ونه لري، نو الله تعالی ته دې توجه وکړي، هغه ته دې لاسونه لپه کړي، الله تعالی به د دوی اخلاص او اتفاق او د الله تعالی پر دین د غیرت له وجې پر دوی غیرت وکړي، او دوی به غنیان او په جامو کې پټ کړي، او په دنیا او آخرت کې به بری ور په برخه کړي.
د بدر په غزا کې چې کله رسول الله صلی الله علیه و سلم او د ده مبارک اصحاب رضی الله عنهم مدینې منورې ته راووتل، رسول الله صلی الله علیه و سلم د خپلو صحابه وو حالت ته په کتو له الله تعالی څخه دعا وغوښتله:
(اللهم انهم حُفاة فاحملهم ، وعُراةٌ فَاکْسِهم ، وجياعٌ فاشبعهُم ، وعالَةٌ فاغْنِهم منْ فضلِهم.)
ژباړه: اې الله زما اصحاب به پښو روان دي، د سپرېدو څه نه لري، دوی سپاره کړه، اې خدایه زما اصحاب لوڅ دي، په جامو یې پټ کړه، وږي دي، ته یې ماړه کړه، مسکینان دي، ته یې غنیان کړه.
الله پاک د دوی اخلاص، اتفاق او د الله تعالی لور ته توجه ته په کتو سره، د دوی دعا قبوله کړه، او مسلمانانو ته یې ګڼ شمېر غنایم ور په برخه کړل، او پر مشرکینو یې غالبه کړل.
د بدر په غزا کې د مسلمانانو شمېر ۳۱۳ تنه وو، چې په دې کې لږ تر لږه ۸۰ تنه مهاجرین وو، او شاوخوا ۲۴۰ تنه انصار صحابه کرام وو.
د دوی سره یوازې ۷۰ اوښان وو، چې وار په وار به پرې سپرېدل، په یوه روایت کې پنځه اسان ښودل شوي، چې درې اسان د حضرت مقداد، زبیر او مرثد رضی الله عنهم وو، او دوه اسان د نبي علیه الصلاة والسلام وو، او په یوه بل روایت کې راغلي دي، چې یوازې دوه اسان وو، یو اس د مقداد او بل د زبیر رضی الله عنهم وو.
مقابل لوري ته د مشرکینو شمېر ۹۵۰ یا ۱۰۰۰ وو، چې په پوره تجهیزاتو سمبال وو، ۱۰۰ اسونه ورسره وو، او جوش راپاروونکې غزل ویونکې ښځې هم ورسره وې.
مسلمه امت که فکر وکړي، په دغه واقعه کې د دوی لپاره همدغه ستر درس دی، چې د مسلمانانو شمېر او د هغوی سره د نه تجهیزاتو باوجود، مقابل لوری چې هم د شمېر له لحاظه لوړ، هم په تجهیزاتو سمبال، هم اسونه ورسره وو، خو د مسلمانانو دغه وړوکي ټولي چې متفق، د امیر اطاعت ته لاس په نام ولاړ وو او الله تعالی ته یې توجه وه، پر دغه لوی مجهز لښکر یې بری وموندو.
همدا راز په دغه جنګ کې د مسلمانانو د شهیدانو شمېر هم د مقابل مجهز لښکر څخه ډېر کم وو، د مسلمان شهیدانو شمېر د ۶ تنو مهاجرینو او د ۸ تنو انصارو په ګډون ۱۴ تنه وو.
او مقابل لوری چې د شمېر له مخې لوړ او مجهز وو، د دغه وړوکي ټولي په وړاندې یې خپل مورال له لاسه ورکړ، ۷۰ تنه کفار په قتل ورسېدل، او ۷۰ تنه نور یې له مسلمانانو سره اسیران شول.
دغه وړوکی متفق ټولی له دې فتحې سره نور هم با موراله شو، د مکې د مشرکینو رئیسان چې د دوی له خوا وژل شوي وو، د قلیب په نوم یوې کندې ته یې ور وغورځول، چې په دغه مشرانو کې ابوجهل، عتبه بن ربیعه، شیبه بن ربیعه، ولید بن عتبه او حرث بن عامر هم شامل وو.
له بلې خوا په دغه غزوه کې مسلمانانو ته د اتفاق او اتحاد بله ستره لاسته راوړنه دا ښيي، چې الله تعالی د مسلمانانو سره د مرستې لپاره فرښتې، جنات لېږلي وو، او آن د شیطانانو شتون له مشرکينو سره هم د مسلمانانو په ګټه تمام شو.
په یو شمېر روایتونو کې د فرښتو شمېر ۱۰۰۰ ښودل شوی دی، چې پنځه سوه د جبرائیل علیه السلام، او پنځه سوه د میکائیل علیه السلام وې، او په ځینو روایتونو کې د فرښتو شمېر ۳۰۰۰ ښودل شوی، او په ځینو نورو کې ۵۰۰۰ ښودل شوی دی.
همدا راز په دغه غزا کې د مسلمانانو د مدد لپاره پېریانو یا جناتو هم ګډون کړی وو، د تاریخ کتابونه د جناتو مؤمنانو شمېر ۷۰ تنه ښيي، خو د دې په اړه ثبوت نشته، چې دوی به په جنګ کې برخه اخیستې وي، او کنه؟
د مشرکینو سره د شیطان ګډون، د مسلمانانو لپاره ځکه د الله تعالی مرسته وه، چې شیطان ملعون د دوی هغه کارونه او عملونه چې له خبیثو نفسونو او شیطاني وسوسو څخه پیدا شوي وو، لکه کبر، غرور، له الله تعالی سره دښمني، د الله تعالی، د هغه د رسول او له مسلمانانو سره مخالفت او په باطله لاره کې اسراف او تبذیر کول وو، دوی ته ښایسته معرفي کړل، دوی یې راوپارول، او شیطان د دوی د شمېر او تجهیزاتو ستاینه وکړه، او ډاډ یې ورکړو، چې ستاسو بری یقیني دی، ځکه د کفارو شمېر او تجهیزات د مسلمانانو د شمېر او تجهیزاتو په پرتله ډېر دي.
د شیطان ملعون له لورې مشرکینو ته ډاډګیرنه د دې سبب شوه، چې مشرکین د الله تعالی قهر او غضب ته نېغ په نېغه ودرېدل، او د رسول الله صلی الله علیه و سلم د وړوکي متفق ټولي سره یې د مقابلې لپاره مټې بډ وهلې، او په لنډه موده کې یې په برزخ کې پرې خپل ځایونه ولیدل.
وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ (الاية..الانفال۴۸).
فاعتبرو یا اولی الابصار.


















