کابل وزیر اکبر خان مېنه کې چاودنه شوې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۳ زرغون خوږیاڼی

بیګا شپه د کابل وزیر اکبرخان مېنه کې، د رباني په میلمستون کې چاودنه شوې، چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پېښه تائيد کړې او رسنیو ته یې ویلي، چې د چاودنې له کبله چا ته زیان نه دی اوښتی.

ده دا چاودنه د ځای پر ځای شوي بم یا ماین له کبله وبلله.

بلخوا عیني شاهدانو ويلي، چې د پېښې ځای ته امبولانسونه روان ول.

ځینې سرچینې د یوې بلې چاودنې خبر هم ورکوي ، خو په اړه یې تر اوسه پورې معلومات نشته.

طالبانو تر اوسه د یادې چاودنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button