کابل ټکی کام ۰۴چنګاښ/۱۳۹۵، انصار
په هېواد کې د روغتونو تر څنګ په ولسي کچه یو شمېر مسلکي او د انساني هډوکو د پیوندولو په اړه تجربه لرونکي اشخاص شتون لري، چې په ساده طریقه د انسان هډوکي له ماتېدو وروسته سره تړي چې د ډېرو کمو خلکو هډوکي د وخت په تېرېدو سره ورغول شي.
د ولایاتو ترڅنګ په کابل مرکز کې هم تر پنځوسو پورې د هډماتو د تړلو چې د شکسته بندو په نامه یادیږي، مرکزونه شته، چې هره ورځ ورته په لسګونه هغه کسان چې هډوکې یې ختلي، او یا مات شوي وي؛ ورځي، او په ساده طریقه یې ورتړي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي دي، چې د دا ډول مرکزونو د تړلو امر یې کړی دی، او زیاته کړې یې ده، چې دا غیر قانوني مرکزونه به نه یوازې په کابل ښار کې، بلکې په ولایاتو کې به یې هم وتړي.
په دې هډوکو تړونکو مرکزونو کې تر پنځوسو کالو پورې تجربه لرونکي مسلکي کسان خپل روزګار سرته رسوي، چې د ډېرو کمو کسانو هډوکي پیوند واخلي، خو ډېری په دې مرکزونو کې د هډوکو د تړلو وروسته په روغتونونو کې پراته وي.


















