په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه مخ په کمېدو ده

کابل ټکی کام ۰۴چنګاښ/۱۳۹۵، انصار

د بېلابېلو راپورونو پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو ونډه مخ په کمېدو ده.

د ښوونې او روزنې د وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې ۹ میلیونه زده کوونکي په زدکړو بوخت دي، چې درې نیم میلیونه یې نجونې پوره کوي.

په ښوونیزو ادارو کې د ښځو د ونډې په اړه ویل شوي دي، چې د هېواد په ۹۲زره استادانو کې د ښځینه استادانو شمېره ۲۸سلنه پوره کیږي، په قضا کې د ښځینه قاضیانو شمېر۲۴۰ ته رسیږي، او د ټول هېواد په کچه ۳۷۰۰ ډاکټرانې په دولتي روغتونونو او شخصي کلینکونو کې کارکوي.

په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې کموالی په هېواد کې نا امني ښودل شوې ده، چې د کابل مرکز او ولایاتو د ښارونو علاوه په نورو سیمو کې ښځو ته کار کول له ستونزو ډک تمامیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button