امریکايي ځواکونو پر طالبانو د هوايي بریدونو د بیا پیلولو پخلی کړی

کابل ټکی کام ۰۴چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د ولسمشر اوباما له فرمان وروسته پر طالبانو د هوايي بریدونو د بیا پیلولو پخلی کړی دی.
په افغانستان کې د امریکايي پوځ ویاند جنرال چارلز کلیولند وویل، چې امریکايي ځواکونو د نویو صلاحیتونو له مخې یو شمېر بریدونه کړي دي.
چارلز همدا راز وویل، چې دوی به دغه بریدونه یوازې پر هغو ځایونو کې کوي، چې افغان حکومت ته یې ستراتیژیکه ګټه ورسیږي.
د پنټاګون ویاند جیف ډیویس هم وویل، چې امریکایي ځواکونو پر طالبانو د هوايي بریدونو امر عملي کړی دی.
ده وویل، دغه بریدونه شاوخوا له یوې اونۍ راهیسې عملي شوي دي.
د دې خبرې په تأیید کې دوو امریکایي منصبدارانو هم د جمعې په ورځ اسوشیټیډ پرس اژانس ته وویل، چې امریکایي ځواکونو پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.
دوی له نورو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه.
د یادولو ده، چې څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما یو فرمان تصویب کړ، چې له مخې به یې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه د طالبانو پر خلاف هوايي او ځمکني بریدونه پراخ کړي.



