نیپال په افغانستان کې پر خپلو اتباعو د کار کولو بندیز ولګاو

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۴ زرغون خوږیاڼی

د نیپال حکومت پرېکړه کړې، چې له دې وروسته په افغانستان کې نیپالي وګړو ته د کار او فعالیت اجازه نشته او نه به نور کاریګر دغه هېواد ته واستوي.

نیپال حکومت وایي، چې په افغانستان کې د نیپالي کار کوونکو خوندیتوب د دوی لویه انديښنه ده. په راپور کې ویل شوي، چې دوی به خپل هغه په زرګونو اتباع، چې په افغانستان کې په بیلابیلو امنیتي کمپنیو کې پر کار بوخت دي  بیرته په تدریجي توګه راوباسي، خو په دې هکله کوم مهال ویش نه دی ورکړل شوی.

د نيپال د کار او دندې موندنې وزارت وياند ګووندا ماني بهورتل نن رسنيو ته وويل، چې حکومت پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د نيپالي وګړو په دندو او فعاليتونو بنديز ولګوي.

اوسمهال ۳۳۰۰ نیپاليان په افغانستان کې د امنیتي ساتونکو په توگه په بیلابیلو امنیتي کمپنیو کې کار کوي.

د نیپال حکومت دا پریکړه وروسته له هغه وکړه، چې تېره دوشنبه په پلازمېنه کابل کې د کاناډا سفارت څوارلس نيپالي امنيتي کارکوونکي، چې د کاناډا امنيتي قرارداديان وو، د طالبانو په يو سرتيري بريد کې ووژل شول.

په ۲۰۱۱م کې هم څلور نيپالي امنیتي کارکوونکي هغه مهال ووژل شول، چې مزار شريف کې د ملګرو ملتونو پر دفتر بريد وشو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button