څېړنه: تر راتلونکو ۱۲ میاشتو پورې به ګډ حکومت سقوط وکړي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۵ زرغون خوږیاڼی
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په افغانستان کې د ستراتیژیک شاتګ تر نامه لاندې یوه څېړنه ترسره کړې ده او د ملي یووالي حکومت د سقوط موضوع، د سقوط مخنیوی او د روان سیاسي وضعیت حل لارې په کې څېړل شوې دي.
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا وايي: تر راتلونکو ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې طالبان به نور هم پیاوړي شي او ګډ حکومت به د احتمالي سقوط سره مخ شي.
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا ویلي، چې په دغه مودې کې به د ملي یووالي حکومت له نورو نوو ستونزو سره مخ شي، حکومتولي به کمزورې شي، اقتصادي وضعیت به د ناورین پر لور لاړ شي، اداري فساد به زیات او د قدرت پر سر به د حکومتي چارواکو ترمنځ سیاسي اختلافات تر دې هم ډېر شي.
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا دا هم ویلي،چې اوسنی حکومت وروسته له یو لړ مشکلاتو د دوو ټاکنیزو ټیمونو له خوا د واشنګټن په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت په نامه رامنځته شو، چې ترې غوښتل شوي وو، په خپل وخت به پارلماني ټاکنې ترسره کوي او د اساسي قانون لویه جرګه به رابولي، خو د حکومت دواړه مشران لاتر اوسه په دې دواړو برخو کې ناکام دي.
څېړنه زیاتوي، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پیاوړتیا به په دغه هېواد کې ددوی نفوذ لا ډېر کړي.
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په څېړنه کې راغلي، چې طالبان به په لښګرګاه، پلخمري، کلات، کندز، فراه، میمنه، اسعد اباد، غزني او د افغانستان په ځينو نورو سیمو کې خپل بریدونه لا زیات کړي او ددوی په وینا دا یې د نفوذ لپاره مناسبې سیمې دي.
په پای کې د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا دې ټولو خطرونو ته په اشارې سره ویلي، چې د امریکا متحده ایالات د دغو ټولوخطرونو د مخنیوي لپاره غوره تګلارې لري، چې په عملي کولو سره به یې د راتلونکو ستونزو یو څه مخه ونیول شي



