اجرائیه رئیس د حکمتیار او اشرف غني دمتمم سند مخالفت کوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۵ عبدالهادی  همت

کله چې د حکمتیار او د سولې شوری ترمنځ مذاکرات پیل شول ، ترډیره حده کامیاب وبلل شول او د اشرف غني اوحکمتیار تر منځ یوسند، چې په یو لړ زیاتو مادو مشتمل و لاسلیک شو.

اوس یو بل متمم سند دحکمتیار لخوا اشرف غني ته لیږل شوی دی، چې په کې دځینو مادو وضاحت غوښتل شوی دی، د حکمتیار په متمم سند کې راغلي، چې د تفاهمليك د څلورمې، اتمې او دیارلسمې مادې د ابهام رفع كولو په اړہ به ولسمشر غني او حكمتيار په ګډہ وروستۍ پرېكړہ كوي.

په دغو دریو مادو کې د بهرنيو ځواكونو د حضور پاى ته رسېدو څرنګوالى، د ټاکنو شکل، د ټاکنو د كمېسيون په تركيب او جوړښت كې د حزب اسلامي ونډہ او په حكومت كي د مشاركت څرنګوالى شامل دي.

دغه راز په متمم سند کې ویل شوي، چې توافقليك او متمم سند به هممهاله لاسليك كېږي او د سندونو په پاى كې به دواړہ مشران لاسليك كوي.

د حزب اسلامي مشرتابه ته نږدې سرچینې وايي، چې دمتمم سند واک اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اشرف غني ته نه دی ورکړی اوداسند يي رد کړی دی>

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button