د امریکا کالیفورنیا کې اور لګېدنې، ګڼ کورونه او ځمکې له منځه وړي دي

کابل ټکی کام ۰۶چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت لیک ایزابلا ښار اړوندو ځنګلي سیمو کې سخت اور لګېدلى دى، چې ګڼ کورونه او په جریبونو کړهېزې ځمکې له منځه وړي دي.
د امریکا د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت چارواکو ویلي دي، دا چې اور سخت تېز دى، ګڼ مالي زيانونه يې اړولي.
دوی وایي، چې اور د دغه ایالت ایزابلان ښار اړوند ځنګلي سیمو کې رامنځته شوی دی، چې تر ۳۰ زره جریبو ډېره سیمه یې سوځولې ده.
دوی وايي، د جمعې ورځې تر مازدیګره پورې څه د پاسه ۱۰۰ کورونه په دغه سیمه کې سوځېدلي دي.
دوی زیاتوي، چې اور لګېدنې، ۲۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
دوی وايي، چې اور وژونکي په دې هڅه کې دي، چې تر ۱۵۰۰ ډېرو نورو کورونو ته د اور رسېدو مخنیوی وکړي.
دغه ښار د لاس انجلاس ښار شمال ختیځ لوري ته په ۲۵۰ کیلو مترۍ کې پروت دی، چې دا مهال پکې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د یادولو ده، وړمه د جمعې په ورځ هم په لویدیځه ویرجینیا ایالت کې د سېلابونو د جاري کېدو له کبله سلګونه کورونه تر اوبو لاندې کړي، ۲۳ کسان یې وژلي، او ګڼ نور د نړېدلیو ودانیو لاندې ورک دي.



