ارزګان ولایت کې د سولې شورا پخوانی مشر وژل شوی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۷ زرغون خوږیاڼی

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، د سولې عالي شورا پخوانی ولایتي مشر ډاکټر عبدالباقي تېره ورځ نامعلومه وسله والو په ډزو سره وژلی دی او وسله وال له سیمې تښتیدلي دي.

د اروزګان امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، پېښه تېره ورځ د مرکز ترینکوټ اړوند د شاه ظفر په سیمه کې هغه مهال شوې، چې ډاکټر عبدالباقي په یوه هټۍ کې ناست و، چې وسله والو پرې ډزې وکړې او له سیمې وتښتیدل.

د وژل شوي قومي مشر زوی عزت الله رسنیو ته ويلي، چې پلار یې په یوه هټۍ کې په ډزو وژل شوی او ځای پر ځای یې ساه ورکړې وه.

نوموړی وايي: پېښه د ترینکوټ قومندانۍ ته په څو مترۍ کې شوې وه او قاتلین په ډاډه زړه له سیمې تښتیدلي دي.

د يادونې ده، ډاکتر عبدالباقي د ارزګان د عامې روغتيا او د سولې شورا د ولايتي کمېټې د رييس په توګه هم دندې ترسره کړې وې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button