کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۷ زرغون خوږیاڼی
د لبنان په القاع سیمه کې، چې له سوريې سره ګډه پوله لري په سرتیري بریدونو کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د خزب الله ډلې پورې مربوط د المنار تلویزیون خبر ورکوي، چې، د لبنان په ختیځ کې د ګمرکونو دفتر ته څېرمه د ګڼې ګوڼې پرمهال ۴ پرله پسې سرتیري بریدونه شوي، چې په کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د المنار تلویزیون زیاتوي، چې دوو بریدګرو هغه مهال خپل ځان پورې چاودیدونکو ته چاودنه ورکړه چې په سیمه کې ګڼه ګوڼه زیاته وه.
د یادونې وړ ده، چې د الوقاع سیمې اکثریت عیسايي مذهبه وګړي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددغې برید په اړه څه نه دي ویلي.
د لبنان په ګاونډۍ سوریه کې د کورنۍ جګړې له کبله لبنان کې فرقه ییزې شخړې او وژنې هم ډېرې شوې دي.


















