کابل ټکی کام ۰۷چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان
لیونل میسي وروسته له هغې چې د امریکا د فوټبال جام په سیالیو کې یې د سیالې چیلي لوبډلې په وړاندې یوه پاینلټي له لاسه ووته، او لوبه یې وبایلله، وویل، چې «نور به په نړیوالو لوبو کې ونه لوبیږي.»
لیونل میسي د لوبې د ترسره کولو وروسته وویل، چې نور به په ملي لوبډله کې لوبه ونه کړي.
ده وویل، چې څه یې په وس پوره وو، هغه یې وکړل، خو چې اتلولي یې ونه ګټله، ځوریږي.
میسي ۲۹ کاله عمر لري، چې اته ځله یې بارسلونا ته د لالیګا او اروپا ته یې ۴ ځلې د غوره لیک سیالیو اتلولي ګټلې ده.
میسي په ۲۰۰۵ میلادي کال کې په لومړي ځل د خپل هېواد د ملي لوبډلې کمیس په غاړه کړ.
چیلي لوبډلې له کوپا امریکا سره په پایلوبه کې څلور پینلټي پر ۲۲ بریاوو خپلې کړې.
مسي په نړیواله توګه ۵۵ ګولونه وهلي دي، خو مګر دا ځل ورسره بخت یاري ونه کړه، او هڅو یې هېڅ ثمره ورته جوړه نه کړه.


















