کابل ټکی کام ۰۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ولسمشر لومړي معاون جنرال دوستم په ښکاره توګه پر ولسمشر غني سخت تنقیدونه کړي دي، نوموړي په یوه ويډیويي کلیپ کې چې پخوانی ګلمجمي جامه یې په تن ده، وايي: چې د ولسمشر له خوا کوښښ کیږي، چې د جنرال دوستم او د خلکو ترمنځ فاصله رامنځته کړي.
مګر جنرال دوستم له خپلو خلکو څخه دفاع کول، تر لومړني معاونیت بهتر بولي.
لومړی معاون وایي، چې د قدرت په تقسیم کې د ده ملګري په نظر کې نه دي نیول شوي، یوازې د عبدالله او غني ترمنځ قدرت وېشل شوی دی.
له بلې خوا د ولسمشر ویاند دغه تاوترېخوالی ردوي، او وایي، چې کومه ځانګړې ستونزه یې ترمنځ نشته.
دا څووم ځل دی، چې د ولسمشر غني او د ده د معاون ترمنځ تاوترېخوالی زیاتیږي، وړاندې هم چې کله جنرال دوستم له فاریاب ولایت څخه کابل ته راغی، له ولسمشر سره په ملاقات کې یې هغه ته بد رد ویلي وو، او هغه یې ګواښلی وو، چې په شمال کې به خپل حکومت اعلان کړي.
د یادولو ده، چې د کابل هره اداره د څو ګوندونو ترمنځ وېشل شوي ده، چې له کبله په نړۍ کې تر ټولو د فاسدې ادارې په نوم پېژندل کیږي.


















