ډاکټر آصف
د ملي وحدت حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم په خپل یوه تازه ویډیويي پیغام کې په څرګنده دغه حکومت ته اخطارورکړی چې که په غوښتنو یې فکر ونشي نو د جنرال دوستم رول بیا پیژني!!!
هغه زیاته کړې ده چې فعلي حکومت دې د پخوانیو حکومتونو غلطي نه تکراروي، هغه په ملي حکومت دا نیوکه هم کړې ده چې حکومتي واک او قدرت یې یواځې د دوه ډلو تر منځ نیم په نیمه ویشلی دی، چې ده ته د اول نه تر اوسه د منلو نه دی، هغه وایي ولسمشر بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کوي خو دی د اول معاون په صفت پرې هیڅ خبر قدرې هم نه وي پاتې خو لا دا چې د ولسمشرۍ سرپرستي وروسپارل شي، هغه وایی: چې جنرال دوستم ته یواځې تور سرکونه ورپاتې دي چې پرې وګرځي، هغه دا هم ویلي دي چې نوموړی پر خپل قوم او ولس عاشق دی، او د عشق دا چوکۍ د معاون اول له چوکۍ ده ته لوړه ده.
جنرال دوستم همدا راز ویلي دي چې د ملي وحدت حکومت ته تورې پیسې راځې او د ډاکتر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ ویشل کیږي، همدغه راز افغانستان له یو سل او څو هیوادونو سره رسمي اړیکي لري، په دې ټولو هیوادونو کې سفیران یواځې د همدې دوه کسانو خلک دي، خو جنرال دوستم ته په دې ویش کې یو سفارت هم نه دی ورکړل شوی، هغه زیاته کړې ده چې د ده په وړاندیز یواځې دوه والیان مقرر شوي دي هغه دې هم سبا ته بیرته را رخصت کړي.
همدا راز جنرال دوستم ویلي دي چې په دې حکومت کې همغږي هیڅ وجود نلري، آن چې وزراتونه یو له بل سره همغږي نه دي، او بله دا چې لوړې څوکۍ خو لا پریږده آن په ولسوالیو کې د مقرریانو په اړه د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني تر منځ کشمکش روان وي.
جنرال دوستم د انتخاباتو شرمیدلې پروسې ته هم اشاره کړې ده او ویلي یی دي چې که چیرته زمونږ ټیم ګټونکی وي نو باید چې د انتخاباتو کمیسون مونږ د ګټونکو په حیث اعلان کړي او باید چی ډاکټر عبدالله په اپوزیسیون کې کیني او که فرضا ډاکټر عبدالله ګټونکی وي نو باید چی د انتخاباتو کمیسون یې اعلان کړي چي زمونږ ټیم په اپوزیسون کې کیني، هغه زیاته کړه چې یو خو دا غلط کار وشو چې ګټونکي او نا ګټونکی دواړه ګټونکي وګڼل شول او دوهمه غلطی دا وه چې د حکومتی واک نیم په نیمه د دوه کسانو تر منځ وویشل شو، او پر دې برسیره نورې ډیرې غلطیانې دي چې په هر یو کار کی د دې دواړو تر منځ اختلافات او کشمکش وي، له دوه کلونو وروسته د دفاع وزیر باندی ایله اوس موافقه وشوه، هغه ویلي دي چی ده هم زحمت ایستلي په انتخاباتو کې یې رایې راغونډې کړي، نو که اشرف غني او ډاکټر عبدالله ۵۰٪ واک او امتیازات ترلاسه کوي نو دی هم باید پکې فیصدي ولري، نو د ده فیصدي څه شوه؟
هغه زیاته کړې ده چې حامد کرزي ته یې هم دومره ډیر وړاندیزونه لیږلي وو چې شاید په یوه المارۍ کې هم ځای نشي، او شاید حامد کرزي هغه ټول په یوه بوجۍ کې اچولي وي او په ځمکه کې یې خښ کړي وي، نو له وړاندیزونو نور ستړی شوی دی، که په غوښتنو یې غور ونشو بیا به وګوري چې جنرال دوستم څه کوي!!! جنرال دوستم ته خدای ورکړې ده!!!.
هغه له ترکمنستان نه د پایپ لین غزولو ته هم په اشارې کولو سره وویل: چې دا پیپ لین به څوک ساتي؟ په دې دښتو او بیابانونو کې د سره لمر لاندې خو دوی دا توان نه لري چې ویې ساتي نو که د ده غوښتنو ته اعتنا ونه شوه نو دی پیپ لین ته به هم پرابلمونه پیدا شي.
د جنرال دوستم د دې څرګندونو نه په ډاګه معلومیږي چې نور یې د صبر کاسه ډکه شوې ده او غواړي د دموکرات احمدزي (اشرف غني) سره همغه لوبه تکرار کړي لکه د کمونست احمدزي (ډاکټر نجیب) سره چې تر سره کړې وه.
سیاسي تحلیل کوونکي هم په دې نظر دي چې د جنرال دوستم په دې څرګندونو سره معلومیږی چې د اشرف غني حکومت نور په شړیدو دی، ځکه چې دا حکومت له خورا ډیرو ننګونو سره مخ دی، خو دا داسې مجربه ننګونه ده چې مهار کول یې آسان نه دي.
نو داسې معلومیږي چې جنرال دوستم د کمونست احمدزي له نسکورلو نه پس د دموکرات احمدزي د څملولو په درشل کې دی.


















