کابل ټکی کام ۰۸چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان
د ارجنټاین ولسمشر موریسیو ماسري له لیونل میسي څخه د ټلیفون له لارې غوښتنه وکړه، تر څو له خپلې ملي لوبډلې څخه ونه وځي.
دغه خبر د ارجنټاین د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.
لیونل میسي وروسته تر هغې له خپلې لوبډلې څخه مخه ښه وکړه، چې د امریکا جام سیالیو کې یې په دویم ځل له چلي څخه ماتې وخوړه.
میسي ویلي وو، چې څه یې په وس پوره وو، هغه یې وکړل، خو چې اتلولي یې ونه ګټله، ځوریږي.
میسي ۲۹ کاله عمر لري، چې اته ځله یې بارسلونا ته د لالیګا او اروپا ته یې ۴ ځلې د غوره لیک سیالیو اتلولي ګټلې ده.
د یادولو ده، میسي په نړیواله توګه ۵۵ ګولونه وهلي دي، خو مګر دا ځل ورسره بخت یاري ونه کړه، او هڅو یې هېڅ ثمره ورته جوړه نه کړه.


















