کابل کې د غرني ولایت یو قاضي وژل شوی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۸ زرغون خوږیاڼی
بیګا شپه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په دېوان بېګي سیمه کې د غزني د رشیدانو ولسوالۍ د محکمې رئیس قاضي بخت ګل په ډزو سره وژل شوی دی.
د کابل امنیتي چارواکي وايي، چې پېښه تېره شپه رامنځته شوي او برید کوونکی تښتېدلی دی، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
د پولیسو یو تن مسوول مل پاسوال همایون عیني رسنیو ته ويلي، چې قاضي بخت ګل تېره شپه په دېوان بېګي کې په خپل کور کې په ډزو وشتل شوی و، خو د ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.
قاضي بخت ګل مخکې د وردګو د استناف محکمې مسوول و، چېاوس د غزني رشیدانو ولسوالۍ تهوربدل شوی و.
ویل کیږي، چې د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ د امنیتي ستونزو له کبله د غزني ښار ته انتقال شوی ده،.
د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
چارواکو دا اندېښنه ښودلې ده، چې تر ډېره د نورو ولایتونو چارواکي په کابل کې وژل کیږي.



