کابل ټکی کام ۰۸چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې د سولې خبرو کې وقفه راغلې ده، او بیا پیل یې به یې وخت ونیسي.
عزیز همدا راز د افغانستان هغه ادعا رد کړه، چې پاکستان یې په کورنیو چارو کې مداخله کوي.
ده وویل، چې پاکستان به د افغانستان په سوله کې خپلې مرستې جاري ساتي.
سرتاج عزیز زیاته کړه، چې د سولې خبرو ته د افغان طالبانو کېنول د دوی په وس کې نشته.
د ولسمشر د ویاند مرستیال داوود خان مینه پال د سرتاج عزیز دغو څرګندونو ته په ځواب کې بیا له پاکستان څخه هغه غوښتنه کړې ده، چې هغوی وړاندې څو ځله رد کړه.
مینه پال وایي، چې پاکستان باید پر خپلو پخوانیو ژمنو عمل وکړي، او طالبان په خپله خاوره کې وځپي.
د یادولو ده، وړاندې هم څو ځله افغان حکومت له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې په خپله خاوره کې دې طالبان وځپي، خو پاکستان له دغې غوښتنې څخه عاجزي وښوده.


















