د جمهوریت په اړه یوه تبصره

کتاب: اسلام او سیاسی اندونه\ لیکوال :مفتی محمد تقی عثمانی
لومړی برخه\ژباړه:مولوی نورالله عزام
اوس په نړۍ کی ترټولوزیات دسیکولرجمهوری نظریی بازار ډیر ګرم دی؛نوځکه غواړوپردی یوه تبصره وکړو.نن په نړۍ کی داخبره ډیره کیږی چی دمختلفوسیاسی نظامونو ترازموینو وروسته په پای کی ترټولو غوره نظام سیکولرجمهوريت دی. تردی چی دخلکوپه نظر تردی بل غوره حکومت مينځ ته نشی راتلی .دااوس اوس دامریکا خارجه وزارت يوجګپوړی چارواکی لخوا”The End of the history and the last Man”(دتاریخ پای او وروستی انسان) په نوم یو کتاب خپور شو. ددی کتاب خلاصه داده چی دتاریخ ارتقاء نوره پای ته رسیدلی اوله سیکولر اولبرل جمهوريت موندلو وروسته اوس تاريخ ته دپای ټکی کيښودل شو اونورپه نړۍ کی تردی بل غوره نظام منځ ته نشی راتلای.
داوړاندوينه کټ مټ دهغی وړاندوينی په څیر ده چی”کارل مارکس”په خپل وخت کی کړی وه،نوموړی ويلی وو چی اشترامی نظام دنړۍ وروستی نظام دی،له دی وروسته بل داسی غوره نظام نشی راتلی.اوس دسیکولرجمهوريت اوپانګه وال نظام په اړه هم همداسی وړاندوينی کیږی په ځانګړی ډول دشوروی اتحاد تر ماتی وروسته دادعوه ډیره کیږی چی سياست کی سیکولراوپه اقتصاد کی پانګه وال نظام په عملی ډګرکی داسی بری ترلاسه کړ چی اوس ورسره موم بل نظام سيالی نشی کولی؛خوپوښتنه داده چی حمهوری نظام څومره پوخ اوڅومره معقول دی؟ په دی کی شک نشته چی دجمهوريت پر بنسټ په نړۍ کی ځینی داسی اصول پلی شول چی په ټوليزه توګه يی دفرد ازادي ته ګټه ورسوله،له دينه وړاندی په نړۍ کی مطلق العنان،ياشاهی حکومتونه وو اویا به هم ديکتاتوری نظام وو،په دغونظامونوکی چی کومه سخت دريځی اوظلمونه وو،ياپرفردباندی ناروا بنديزونه وو،هغه په جمهوری نظام کی ترډیره بريده له مينځه یوړل شول،اوداهم سهی ده چی مخکی به خلک دخپلی رايی څرګندولو له امله کوموستونزو سره مخ کيدل،هغه ستونزی همدی نظام حل کړی،اوپه مطلق العنان واکمنيوکی چی کوم تنګ ژوند وو هغه یی ترډيره ځايه په سوکاله اوپراخه ژوند بدل کړ.خوکه ددجمهوريت بنسټيزتصورته وکتل شی؛نودانظام په حقيقت کی په کوم غوره فکری بنسټ نه دی ولاړ،بلکی دادهغو څوپيړيواوږدو کرغيړنو نظامونوپه غبرګون کی مينځ ته راغلی چی له ځان نه جوړشويو خيالاتو اوتصوراتوپر بنسټ يی پرخلکوبی رحمه اوظالمه واکمنی کوله.
تاسو ولوستل چی داروپا تاريخ په زياتو برخو کی مطلق العنان واکمنی شوی ده،اوکه چيری ددی تاريخ په منځ کی دمذهب يادونه شوی وی اويا کومه مذهبی واکمنی منځ ته راغلی وی؛نوهغه هم له ټولو هغونيمګړتياوو خالی نه دی چی مخکی مادرته وړاندی کړی،درومی سلطنت تيوکراسی په حقيقت کی هيڅ روحانی بنسټ نه درلود،يوازی دپاپ خيالات اوتصورات به پاک ګڼل کيدل اوهغه به دمذهبی حکم په توګه نافذيدل اوپه همدی سره به دخلکوحقوق ترپښولاندی کيدل.ددی غبرکون داشو چی جمهوريت غوښتونکوخلکومذهب بيخي له بيخه ويوست اوداتصور منځ ته راغی چی اصلی واکمنی پخپله دولس ده. جمهوريت دانګريزی ژبی له ديموکراسی(Democracy) څخه اخستل شوی دی چی معنی یی ولسواکی ده.بیا ولس دخپل حاکميت تصور په سیکولريزم پوری وتاړه،موخه یی داوه چی په سياسی چارو کی به ددين يا مذهب پابند نه وی.مذهب دهرانسان خپله ذاتی معامله ده چی دهغه له انفرادی ژوند سره تړاولری اوله سياسی چارو سره یی هيڅ تړاونشته. چی کله ولس خپله حاکم شو اودبل چا دواکمنی پابند نه دی؛ نو ددی په مانا کی داهم شته چی دوی به په دولتی چارو کی دکوم الهی قانون هم پابند نه وی، بلکی دوی به پخپله پریکړه کوی چی کوم شی سم اوکوم بد دی؟ همدالامل دی چی ازادجمهوريت ياليبرل ديموکراسی له سیکولریزم پرته نشی چليدلی.
ددی نظریی دمعقولی څيړنی په لړ کی ترټولولومړنۍ پوښتنه داده چی کله ټول ولس حاکم شی؛نومحکوم به څوک وی؟ آیامحکوم ځمکه ده اوکه دهیوادودانۍ دی؟اوکه جمادات اویانباتات دی؟که داشيان محکوم نشی کیدلی نوبیا محکوم څوک دی؟که ولس حاکم دی؛نودوۍ به پرچا واکمنی کوی؟ څوک چی حاکم وګڼل شی هغه به هرومرو پرچا واکمن وی،اوس چی ولس اصلی حاکم دی؛نوددی مانا داده چی محکوم بیخی وجودنلری،ټول خلک حاکمان دی اوچی کله ټول حاکمان شی؛نوبیا محکوم چیری ولاړ؟..دجمهوريت په تعريف کی داجمله مشهوره ده چی”Government of the people by the people for the people”دخلکو واکمنی دخلکولخوا دخلکو لپاره.ددی مانا داده چی ولس خپله حاکم هم دی اومحکوم هم دی.داخبره هيڅ منطق نه منی چی یوتن دی حاکم هم وی اوهغه دی محکوم هم وی اودهمده لخوا دی حکومت هم کيږی.که داسی وی؛نوبيا خو دولس دحاکميت بنسټيزتصور بيخی له منځه ولاړ.
ددی پوښتنی ځواب داسی کیږی چی ولسواکی مانا دولس لخوا ددوۍ په خوښه خپل استازی ټاکل،داستازوترټاکلو وروسته دوی حاکم شمیرل کیږی اوپاتی نورخلک به محکوم وی.لومړۍ خبره دولس داستازو ده پردی به انشاالله وروسته رڼا واچوو،دوهمه داچی کله ولس خپل استازی وټاکل؛نوددی مانا خوداشوه چی دخپل استازو له ټاکلو وروسته دولس اکثريت بی لاس وپښوشول،ددوۍ ټول واک يوڅوټاکل شويواستازو ته وسپارل شو،چی په دی سره ددوي زياته برخه بی واکه شوه اويوڅو استازی حاکمان شول اوداکثريت حاکميت له منځه ولاړ.
سياستوال دحاکميت ماناداسی کوی چی دبل چا له پابندی پرته په خپله خوښه حاکمانه اختيارات کارول ياپرنورو خپل احکام جاری کول.دحاکميت همدا مانا پخپله دسیاست علم له مخی کیږی.نوکه ولس حاکم وګڼل شی ددی مانا داشوه چی دوۍ به دبل چادواکمنی پابند نه وی سره له دی چی په داسی وخت کی دخلکواکثريت دخپلوټاکلو استازوترولکی لاندی وی؛ نوبياددوۍ حاکميت څه شو؟
نوربیا

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button