افغان سفيرحضرت عمرزاخيلوال له عمران خان سره د افغان کډوالوپرستونزو خبرې وکړې

کابل ټکی کام ۰۸چنګاښ/۱۳۹۵، عبدالهادي همت
په اسلام ابا کې افغان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال نن مازدیګر د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر ښاغلی عمران خان سره وکتل. په دی کتنه کې ښاغلی زاخیلوال په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو له لوري د افغان مهاجرینو د تنگونې او بد چلند په زیاتیدو وغږید او له حده پورته یی وگڼل زاخیلوال زیاته کړه چی مهاجرین نه باید د عمومي اړیکو د کښته پورتوالي قرباني وگرځی او په تصادفی ‌‌‌‌‌‌ډول بې له کوم جرمه په ‌‌‌‌‌‌ډله ایزه توگه ازار او اذیت شی. ‌‌‌‌‌‌ډاکتر زاخیلوال د ښاغلی عمران خان څخه وغوښتل چی په خیبر پښتونخوا کي خپل حکومت ته لارښوونه وکړي تر څو د افغان کډ‌والو سره داحترام او انساني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کی برخورد وکړي. ښاغلی عمران خان د افغان مهاجرو سره په ناوړه چلند خواشیني څرگنده کړه او ژمنه یی وکړه چی د پښتونخوا وزیر آعلی او پولیسو مشر سره به نن ماښام اړیکی نیسي تر څو په سمدستی توگه د کډوالو سره خپله سلوک سم کړی. دواړو خواو همدارنگه د افغانستان او پاکستان د اړیکو په نورو اړخونو تفصیلی خبرې وکړې او وروستنی تاو تریخوالي او د بی اعتمادۍ فضا یې د هیجا په گټه ونه بلله. هیله څرگنده شوه چی په تاشکند کې ددواړو هیوادونو د ولسمشرانو وروستۍ ناسته چې په کې د دوه گاونډيو هیوادونو ترمنځ د تاو تریخوالي دکمښت اود اعتماد فضادجوړښت په موخه په یوه ځانگړی اجندا او تګلاری خبرې او توافق وشو د دوه اړخیزه اړیکو لپاره مثبتی پایلی ولري. ښاغلی عمران خان وویل چی دی او دده حزب د افغانستان سره د ښو او نږدو اړیکو د ایجاد لپاره ژمن دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button