په افغانستان کې دجنګي بنديانو حالت

ليکوال : انجينر صلاح الدين عمري

په  افغانستان د٢٠٠١ کال دسپتمبر د يوولسمې له  پېـښې نه وروسته چې امريکا حمله وکړه  او په نتيجه کې د طالبانو رژيم رانسکور شو د طالبانو دځواکونو په زرګونو بنديان امريکايانو او د هغوى  افغاني متحدينو ونيول چې بيا د هغوى له جملې نه ډيرى په ډله ايز ډول  ووژل شول او ځينې دهغوى دکيو با ګوانتنامو زندان او د افغانستان  په داخلي زندانو نوکې ترسختو شکنجو لاندې ونيول شول او ا مريکايانو او دهغوۍ متحدينو په خپل دې کار سره ټول نړۍ وال قوانين تر پښو لاندې کړل

دجنګي بنديانو ډله ايزه وژنه :

کله چې امريکايانو په افغانستان د١٣٨٠ هجري شمسي کال دميزان په ١٥ نېټه حمله وکړه دهمدې کال دقوس په ٣٠ نېټه دائتلافي ځواکو رسمي وياند په اسلام ابآد کې اعلان وکړ چې ددوی ځواکونو صرف دافغانستان په شمال کې دطالبانو نه ٧٠٠٠اووه زره  تنه بنديان نيولي او ددوئ په بند کې دي او دا له هغو نه علاوه وو چې ددوئ له افغاني همکارانو سره بنديان وو هغوئ له دغو بنديانو سره داسې چلند وکړ چې ټو ل اخلاقي او انساني معيارونه ېې تر پښو لاندې کړل هغوي بنديان دخلکو په مخکې په کوڅو اوسرکونو کې ووژل حتى تر دې پورې چې امريکايي لوړ رتبه چارواکو به ويل چې غواړي طالبان محاصره کړي او په کندز او نورو منطقوکې يې له  منځه يوسي او نه غواړي هغه بنديان کړي دهغه وخت ددفاع وزير رمزفيلډ ويلي ؤ: مونږ دومره وزګار سرتيري نه لرو چې هغه دې بنديان وساتي. ددې خبرې نه دهغه منظور داوه چې په کندز کې محاصره طالبان پرته له مرګ نه بله لاره نه لري ددې طالبانو له جملې يو شمېر ېي د څو ورځو خبرو اترو نه وروسته دجنرال دوستم سره دې موافقې ته ورسېدل چې طالبان او ټول خارجي جنګيالي به ده ته تسليميږي طالبانو ته به اجازه ورکول کېږي چې تر خلع سلاح وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي او خارجي جنګيالي به دملل متحدسازمان او يا هم دهغوى خپلو هېوادونو ته سپارل کېږي خو دوستم په خپل دې عهد وفا ونه کړه او له هغوۍ سره يې داسې چلند و کړ چې په اوريدو يې غوږونه بوګنيږي هغوۍ ټول يې په ډله ايز ډول ووژل هغه چې ژوندي پاتې وه په يو نامعلوم سرنوشت اخته شول چې دراپورونو په اساس ځينې دهغوى دشبرغان په ښارکې اوس هم ددوستم په شخصي زندان کې ترسختو شرايطو لاندې دژوند بدې ورځې شپې سباکوي ددې ترڅنګ يو شمېر طالبان چې مزار شريف کې ترمحاصرې وروسته دوستم ته تسليم شوي وه هغه يي ددې ښار نږدې (قلعه جنګي) ته انتقال کړل بيا وروسته دامريکايي چارواکو له خوا دابتدايي تحقيق او نوم ليکنې په وخت کې بد چلند او اهانت اميزه برخورد ورسره وشو په نتيجه کې بنديانو هم عکس العمل وښودپه مقاومت يې لاس پورې کړ چې بالاخره دامريکايي الوتکو له خوا پرې بمونه وورول شول او ټول په دې قلا کې چې شمېر يې دوه زرو تنو ته رسيده دهغوى درهبرانو دلارښونې له مخې چې ورته ويلي يې وه (( طالبان بايد بنديان نه بلکې ووژل شي )) ټول په ډله ايز ډول ووژل .

هغه وخت چې دانساني حقوقو ددفاع سازمانونه په دې قضاياو کې دتحقيقاتو غوښتونکي شول رمزفيلډ په رشخندۍ سره ويلي وو په دې اړه تحقيق کول هېڅ فايده نه لري داهغه وخت وه چې دانساني حقوقو لپاره دملل متحد استازى( ماري رابن سون) ددې غوښتونکى شو چې دهغه ډله ايزو وژنو په اړه چې په قلعه جنګي کې شوي بايد تحقيقات وشي .

په افغانيستان  دامريکا له بريدنه وروسته ددې هېواد استخباراتي شبکو په افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې دبنديانو په نيولو لاس پورې کړ چې په نتيجه کې ديو راپور له مخې ١١٦٥٤ تنه بنديان دطالبانو او القاعده سره دتړاو په تور ونيول امريکايانو ددې ډول افرادو د ساتلو لپاره دافغانستان په داخل کې ديو امريکايي چارواکي داعتراف په اساس شل زندانونه  جوړکړي چې له هغې جملې نه دبګرام اوکندهار زندانونه ډير مشهوردي او له افغانستانه خارج دګوانتنامو زندان دى

د سيمه ييزو امنيتي ځواکونو په ولکه کې افغان بنديان د زور زياتي او د روغتيايي اسانتياوو له نه شتون سره لاس او ګریوان دي

 

په بګرام زندان کې سياسي  بنديانو، سره امنيتي ځواکونه ناوړه او له سپکاوي ډک چلند کوي.

جڼګي يا سياسي بنديان په افغانستان کي له ډيرو مشکلاتو سره مخ دي دوي ته حقوق نه ورکول کيګي او د بنيادي ضرورتونو د نشتوالي سره هم مخ دي په خاص ډول د ملي امنيت په زندانونو کي عام خلک او سياسي بنديان د ډير ظلم سره مخ دي

د بشری حقونو ډلې له ډېر پخوا راهيسې د افغانستان د استخباراتي يا ملي امنيت ادارې په اړه اندېښنې لري

هر څوک چې اوس په نړۍ کې د جڼګي بنديانو حقوق نه ورکوي او نړيوال قوانين تر پښو لاندي کوي هغه د يو شمير دولتونو رهبران دي او تر څو چې هغه په واک کې وي نو دعدالت نړيواله محکمه هم دومره توان نه لري او يا خو نه غواړي چې دا جنايتکاران محکمې ته راکش کړي

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button