
چارواکو په بدخشان کې د طالبانو پر لوړ حضور اندېښنه ښودلې
کابل ټکی کام ۰۸چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هېواد د شمالي ولایتونو په قطار کې یو هم بدخشان ولایت دی، چې افغانستان ته په شمال کې ستر ارزښت لري.
باید ووایو، چې د بدخشان په سقوط او د هغې په نا امنۍ سره ټول شمال تر ګواښ لاندې کیږي.
د بدخشان ولایت ځايي چارواکو امنیتي ځواکونو ته په بدخشان ولایت کې د سلګونو طالبانو د حضور خبر ورکړی دی.
د بدخشان ولایت والي احمد فیصل بیک زاد وایي، چې طالبان له پاکستان څخه د کوتل توپ خانې له لارې بدخشان ته ورغلي دي، او ۱۸۰۰ طالبان په دغه ولایت کې نور زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې چې تېر کال د طالبانو لپاره د بدخشان ولایت والي د ۵۰ نورو جنګیالیو سره بدخشان ته ولاړو، چې په بدخشان کې د ده په تګ سره یو شمېر ولسوالیو سقوط وکړ، او بدخشان ولایت یې نا امنه کړ.
تېر کال په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي ګلالي اکبري د طالبانو لپاره د والي مولوي فصیح الدین تګ د توپ خانې له لارې دغه ولایت ته اندېښنه وښودله، او مرکزي حکومت ته یې د خبرداري په توګه وویل، چې په وړاندې یې دې جدي اقدام وکړي.

مګر د مرکزي دولت له لورې د مولوي فصیح الدین په وړاندې هېڅ کوم جدي ګام پورته نه شو، چې مولوي فصیح الدین د دغه ولایت وردوج ولسوالۍ په ټولیزه توګه تر خپلې ولکې لاندې راوسته، او په نورو سیمو کې یې عملیات ګړندي کړل.
تېر کال چې کله مرکزي حکومت د بدخشان لپاره بیک زاد د والي په توګه وټاکلو، طالبانو ته یې خبردارۍ ورکړ، چې دغه ولایت دې پرېږدي، کنه دغه ولایت به د دوی لپاره قبرستان وګرځوي.
مګر په بدخشان کې د طالبانو پر خلاف بیا هم هېڅ اقدام ونه شو.
همدا راز اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې کله بدخشان ولایت ته ولاړو، او هلته یې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د طالبانو پر خلاف به کوټلي ګامونه پورته کړي، مګر بېرته کابل ته په ستنېدو یې د بدخشان نوم هم وانخیست.
ځايي چارواکو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ او په یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو پر خلاف د پسرلنيو عملیاتو خبر ورکړ، مګر تراوسه پورې عملیات نه دي پيل شوي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولایت بهارک ولسوالۍ د طالبانو له لورې د سقوط له ګواښ سره مخ ده، ان تر دې چې تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې رامنځته شوې.
د یادولو ده، چې د بدخشان ولایت ډېری برخه یا د طالبانو په لاس کې ده، او یا هم پکې په پراخه توګه عملیات ترسره کولی شي.



