کابل ټکی کام ۰۹میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
امريکايي څېړنکي کرسټوفر ايډمز او د هغه ملګرو په يوه تازه څېړنه کې معلومه کړې ده، چې په مېوو کې شته مرکبات د غړو کمزوري له منځه وړي.
د هغوی په وينا تر دوه مياشتو پورې د مڼې او ټماټرو د خوراک پر مټ زاړه خلک کولای شي چې خپل غړي له کمزورۍ او يا له منځه تلو وژغوري.
د ماهرينو په وينا په مڼه کې پراته کيمياوي مواد ارسولک ايسډ او په شنو ټماټرو کې موجود اجزا ټوماټيډاين کولای شي چې د عضلو کمښت او کمزوري ورکه کړي.















