جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

طالبان په دولتي کچه قوي دي، افغان دولت د یوه ګروپ په څېر کمزوری دی

kabull نشرونکی: kabull
اکتوبر 1, 2015
کټګوریانې: خبرونه
0
9
ځلې شریک شوی
118
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

فرید احمد
د کندز له نیولو سره سم طالبانو د افغانستان په شمال او جنوب کې پراخ کاري عملیات پیل کړل، چې پدې سره يې وکولای شوای د دولتي ځواکونو تمرکز کمزورۍ کړي او نړی ته وښایي چې طالبان د ملت یو اواز دی او کولای شي د افغانستان په هره نقطه کې او په هر وخت کې دولتي ځواکونو ته مشکلات پیدا کړي او حتی ولایتونه او ښارونه ځينې ونیسي.
طالبانو په کندز کې د خلکو مال او ناموس ته په درنه وکتل او هغوی ته یې دا اطمنان ورکړ چې هېڅ داسې مفکوره وجود نلري چې د تاجک، پښتون، هزاره او ازبک په نامه دې څوک وزورول شي.
طالبانو له ځان سره ټولو قومونو ته ځای ورکړ، هغوی هغه دروغین تبلیغات رسوا وښودل چې ویل یې طالبان پښتانه دي او پښتو ته کار کوي.
طالبانو په کندز کې دا ثابته کړه چې طالبان مسلمان افغانان دي، اسلام او وطن ته به کار کوي.
طالبان چې په هره سیمه کې واکمن شي نو لمړی د افغانستان کړېدلیو خلکو ته ډاډ او اطمنان ورکوي چې دوی يې خپل بچیان دي، او د همدې وطنوالو د عزت ساتلو لپاره راغلي دي.
دا ثابتول چې طالبان د وطن اصیل بچیان دي او کولای شي لاسپوڅۍ دولت په چلنج کې واچوي د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دولتي ملېشو او عسکرو په خلاف پراخ عملیات پیل کړل.
له بدخشان نه رانېولې بیا تر هلمنده، خوست، پکتیا، هرات، ننګرهار، کونړ، غزني، زابل، وردګ، کابل، مزارشریف، بغلان، تخار، پنجشیر، تګاب، لغمان، بامیان، فراه، پروان، غور او کندهار کې داسې پراخ عملیات پیل کړل چې دولتي ځواکونه یې هک حیران کړل، خو د طالب په مقابل کې هېڅ کوم افغان عام وګړی نه دی راپاڅېدلی بلکې یوازې هغه ملېشې چې کفارو جوړې کړي دي او ددې پاک لمني طالب په خلاف ولاړ دي او په کفري ډالرو خپل ایمانونه خرڅوي.
څو میاشتې وړاندې په کندز کې طالبانو هغه تاجکستاني پولیس ونیول چې د افغانستان خاورې ته پرته له اجازې داخل شوي و.
د تاجکستان دولت ډېر کوښښ وکړ چې مسئله په کندز کې له طالبانو سره حل کړي، خو په کندز کې ځايي طالبانو ورته وویل چې دا کار اوس ددوی ندی، پدې کې باید د طالبانو له رسمي دفتر سره په قطر کې رابطه ټینګه کړای شي. هماغسې وشول، خبره ورسره په قطر کې وشوه او تاجکستاني پولیس دافغانستان او تاجکستان په سرحد باندې پرېښودل شول.
خو په دولت کې د رئیس جمهور، اجرائیه شورا، څخه رانېولې بیا تر یوه عادي مامور پورې اختلافات موجود دي.
تېره میاشت یو نوي فارغ شوي پيلوټ راته وویل چې د رئیس جمهور څخه مې یو خط واخیست ترڅو عملي پروازونه وکړم او د پيلوټ په حیث تربیه شم. راته یې ویل چې کله مې په وزارت دفاع  کې د رئیس جمهور فرمان د یوه  جنرال مخې ته کېښود، د فرمان له لېدو سره سم یې فرمان په مخ راووېشت، او راته یې وویل چې «فرمان این اېزک نه مې چله»
د کندهار په ولایت کې والي د هلمند یو قومي سپین ژيرې ته خط ورکړی و چې د امنیه قمندانۍ په محبس کې له خپل زوی سره وګوري، سپین ژېری چې محبس ته ورغی نو هلته یې ورته وویل چې دا خط دلته نه چلیږي، دلته د قمندان رازق پاچاهي ده.
همداشان یوه ورځ یوه جنګي طالب ماته کیسه کوله چې داسې جنګ مو وکړ چې ۱۸ پولیس مو ووژل، او دوه رېنجرې مو هم ترې ونیولې خو هلته نږدې د اردو یوه پوسته وه مونږ له هغې وېرېدلو چې هسې نه هغوی ناځواني وکړي او په مونږ جنګ شروع نکړي. نو ما په پوره حیرت ترې وپوښتل ولې هغوی پرتاسو جنګ نه کوي.
ده په جواب کې راته وویل چې ولې نه خو هغوی په جنګ کې د یوه او بل دفاع نکوي.
دولت چې یو ځای کې عملیات ترسره کوي نو د پخوانیو قومونو په څېر یو ځل له ټولو قمندانانو سره خبره کوي چې څو کسان ورکولای شي، او بیا د تنخوا څخه بغیر د عملیاتو لپاره له قمندان څخه همدا کسان اخیستل کيږي او جنګول کېږي، نو تاسو فکر وکړی چې په داسې فوځ درلودلو سره به څنګه یو دولت وساتل شي. او دا فیصله هم وکړی چې دولت د ګروپ او طالب د یوه دولتي قوت په څېر نه دی؟؟؟
د دلیل لپاره له کندزه یوه کیسه هم درسره شریکه وم!
په کندز کې مې له خپل یوه ملګري ډاکټر رفیع الله څخه وپوښتل چې «طالبانو څنګه چلند درسره وکړ؟»
هغه په ځواب کې راته وویل:
په کندز کې طالبانو ډاکټرانو ته هدایت وکړ چې ټول هغه زخمیان او عام مریضان چې په روغتونو کې پراته دي په پوره امانتدارۍ ورسره مرسته وکړي او بې له کوم توپیر نه ترټول ضرورتمند ناروغ ته تر ټولو لمړی ځان ورسوي.
طالبانو په کندز کې اعلان وکړ چې مونږ ستاسو زامن یو، مونږ څه د دوستم ملېشې نه یو چې ستاسو ناموس او عزت او مال راته پردئ ښکاريږي.
هر دوکاندار، او هر تاجر له خپل دکان او ګدام نه مطمئن دی، خو یوازې تېره شپه چې کله مونږ خبر شو چې دولتي ځواکونه کندز ته داخل شوي دي نو له بل هرڅه مخکې راسره د خپل ناموس، مال او ځان غم شو، ویل مو چې خدای دې خیر کړي له دکان نه خو ولا خلاص شوم. او «خدایه طالبانو ته بری ورکړې» دعا مې شروع کړه.
دا ځکه چې دولتي ځواکونه هر وګړي ته د ژبني تعصب پر بنیاد د دښمن په سترګه ګوري، مال او ناموس مو ورته د دښمن ښکاري، په چوکونو کې مو رانیسي او په عام محضر کې مو وهی، نه مو پرېږدي چې په ارامه سره خپلو کارونو ته ادامه ورکړو.
یو کس راشي چې زه د قمندان پلانکي ځوی یم بل راشي چې زه د پلانکي جنرال ورور یم، پدې نومونو مو ډاروي.
خو تېره ورځ د طالبانو والي پخپله زمونږ ساحې ته راغی او خلک ځينې راټول شول، ټولو ته یې وویل چې زه ستاسو خادم یم، ماته د مشر په نظر نه بلکې د یوه مسؤل خدمتګار په نظر سره ګورئ.
مونږ ته هغه نوراني څهرې ډير اطمنان راکړ…
په رښتیا چې طالبان په هر ډګر کې بریالي شول هغوی تر بل هر چا غوره سیاسیان دي تر بل هر چا غښتلي کمانډویان دي او تر بل هرچا ښه ملت پال او اسلامپال دي.
بري مند دې وي همدا افغانان، مړه دې وي غلامان
مخکینې مطلب

ماهرين: مڼه او ټماټر د عضلو (غړو) کمزوري له منځه وړي

بل مطلب

دولت له طالبانو کندز نيسي که کندز ښا ریان وژني

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com