کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۲ عبدالهادي همت
له سیمي څخه عیني شاهدان او امنیتی چارواکي راپور ورکوي چي نن سهار وختي ګڼ شمیر وسلوالو طالبانو پر ولسوالۍ او شاوخوا امنیتي پوستو باندې بریدونه پیل کړل چې جګړه اوس هم دوام لري د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ رسنیوته وویل چې سیمې ته يې تازه دمه سرتیري لیږلي او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
د سیمي اوسیدونکي وايې
په جګړه کې دواړه لوري له درنو اوسپکو اسلحو کار اخلی دوی وايې چې ولسوالۍ طالبانو محاصره کړې ده
همدا راز په سیمه کې د ملکي وګړو په یو سراچه موټر چې دامنیتي ځواکونو د قطار په منځ کې روان و چاودنه شوې ده چې له آمله يې څلور تنه ملکیان ټپیان شوي دي چې روغتايې حالت يې د ډاډوړ ښودل شوی دی.
هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې د همدې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یو وسله وال کمین پرمهال دوه پولیس وژل شوي وو او دوه نور ټپیان وو.


















