مکه معظمه کې د زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله ۱۸ کسان ټپيان شوي

کابل ټکی کام ۱۳چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د سعودي عربستان رسنیو ویلي دي، چې د مکې معظمې په مسجد الحرام کې د زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله ۱۸ کسان ټپيان شوي دي.
ویل کیږي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د رمضان میاشتې په مناسبت په دغه ځای کې د زیارت لپاره راټول شوي وو.
یوې سرچینې رسنیو ته ویلي دي، چې د پېښې ځای ته د ټپيانو د درمل لپاره مرستې رسول شوي دي.
دغه لومړی ځل نه دی، چې په سعودي عربستان د ورته پېښو له کبله زیارت کوونکي وفات، یا ټپيان کیږي.
د یادولو ده، تېر کال هم په مکه معظمه کې د حج د مناسکو پر مهال د زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله له ۲۰۰۰ زیات زیارت کوونکي شهیدان شول، او یو شمېر نور ټپيان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button