کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۳ عبدالهادي همت
په ولسي جرګه کې د کندوز ولایت استازی عبدالودود پیمان وايي چې ټول افغانستان د سقوط له ګواښ سره مخ دی
نوموړي چې پرون یې د ولسي جرګې په غونډه کې خبرې کولې، وویل، چې د ده د راپور لمخي ټول افغانستان دسقوط له ګواښ سره مخ دي په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی او ښايي سقوط وکړي.
پیمان وویل که حکومت دا وړتیا نه لري چې د بدخشان ولایت او د هېواد د نورو سیمو امنیت خوندي کړي، نو هلته دې له پخوانیو مجاهدینو څخه مرسته وغواړي.
د ولسي جرګې دغه غړي خبرداری ورکړ.
چې نور بحثونه او مسایل یوې خوا ته پرېږدئ او د روان ناورین د مخنیوي لپاره په ګډه لاس په کار شئ
پر دې سربېره د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې هم د وسله والو طالبانو خوځښتونه ډېر شوي دي.
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده او ویل کېږي چې دغه ولسوالۍ لا هم د طالبانو له خوا کلابنده ده.
همداراز کابل ته څیرمه د میدان وردګ ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختي جګړې رواني دي داسي راپورونه هم شته چې له میدان نه ترجلریز پوري غزیدلي لارهم دوسلوالوطالبانو له لوري بنده ده
تراوسه امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلی چې لاره د ترافیکو په مخ خلاصه کړي


















