کابل ټکی کام ۱۴چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۲مه نېټه د طالبانو له خوا د خپل مشرتابه شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده اختریز پیغام نشر ته وسپارل شو، چې د هېواد او نړۍ ټولو رسنیو پرې تبصرې وکړې، او د ده موقف یې هم د طالبانو د پخوانیو مشرانو په څېر وبللو.
د شیخ هبة الله اخندزاده دغه پیغام د طالبانو له لورې د هېواد ټولو ولایتونو ته ولېږدول شو، تر څو قومي مشران او ملکي وګړي د طالبانو د مشرتابه له دریځ څخه خبر شي.
دغه پیغام چې د ټولو ولایتونو عیدګاوو ته هم لېږدول شوی دی، له کندوز څخه د کابل ټکي کام یوه همکار خبر راکوي، چې د طالبانو د مشرتابه اختریز پیغام د کندوز پر ټول ولس وېشل شوی دی.
زمونږ همکار وايي:
«دلته سیمه ییزو طالب وسله والو د خپل مشرتابه اختریز پیغام د کندوز پر ټول ولس ووېشو، عیدګاوو، مخورو دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدرسو او مکتبونو ته ورسولو.»


زمونږ همکار د سیمې څخه یو شمېر انځورونه هم اخیستي دي، چې د سیمې خلک د طالبانو د مشرتابه دغه اختریز پیغام په ډېره توجه لولي، ان تر دې چې په سیمه کې دکاندارانو ته هم رسول شوی دی.
طالبان دا مهال نه یوازې په جګړییز اړخ کې پرمخ تللي دي، بلکې په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نورو برخو کې خپل خپل کسان لري، او هره برخه یې تر ډېره حده پورې فعاله او پرمختللې ده.
د یادولو ده، د شیخ هبة الله آخندزاده په اختریز پیغام کې راغلي دي، چې د خپلو سلفو (ملا محمد عمر اخوند او ملا اختر محمد منصور اخوند) لاره به په پوره ډول تعقیبوي، او خپل مقدس جهاد به جاري ساتي.

















