د کابل ټکی کام اداره دافغانستان ټول ربړیدلي او کړیدلي ملت ته د کوچني اختر د را دبره کیدو له امله د زړه له کومې مبارکي وایي، او دعا کوي چې لوی خدای تعالی دې د دوی ټولو، جهادونه، قربانۍ، شهادتونه، معیوبیتونه،عبادات، طاعات، روژي، تروایح، ختمونه، او صدقات د لوی خدای تعالی په دربار کی قبول او منظور کړي، او لوی خدای تعالی دې دغه اختر بیا په داسی حال کې راولي چې په عام ډول ټول اسلامي امت او په خاص ډول د افغانستان مسلمان، مبارز او مجاهد ملت د استعمارګرو د جنګ او جګړو نه خلاص وي، او په هیواد کی یی د مسلمانانو مجاهدو افغانانو په لاس یو رښتونی اسلامي نظام حاکم وي.
درنو هیوادوالو!
په تاسف سره چې دا دریمه لسیزه ده چې د اسلام د دښمنانو د دسیسو له امله د دغه هیواد وګړي لا هم د جنګ، نا امنۍ، فقر، بې کارۍ، ویرې او قحطۍ له امله کړیږي، مونږ په داسې حال کې چې دافغانستان ټول ملت ته د صبر او زغم توصیه کوو وایو چې په دې یقین او باور ولرئ چې خدای تعالی هیڅکله د شهیدانو قربانۍ نه ضایع کوی او حتما به دغه وینی رانګ راوړي، او الله تعالی به د یتیمانو، کونډو، معیوبینو، مهاجرینو، اوپه سنګر کی دپرتو مجاهدینو دعاوې او قربانۍ قبلوي، غلیم به ماتیږي او په افغانستان کې به د محمدي صلی الله علیه وسلم غرا شریعت سوچه اسلام نظام حاکم کیږي، و یومئذ یفرح المؤمنون بنصر الله.
په درنښت
کابل ټکی کام اداره

















