امریکا افغان ځواکونو ته د پرمختللو پوځي زغره ګاډو د ورکړې پلان بدل کړی دی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۵ عبدالهادي همت

د راپورنو له مخې امریکايي لوري ژمنه کړې وه چې افغان ځواکونو ته به د ( اېم. اېس.اېف. وي) په نوم ۳۰۰ پرمختللي زغره وال ګاډي ورکوي چې تر هاموې موټرو ډېر خوندي دي.

دکره معلوماتو له مخي چې امریکايي لوری اوس له خپلې دې ژمنې په شاه شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي چې دوی به د دغو پوځي زغره ګاډو پر ځای افغان ځواکونو ته د هاموې موټرو پرمختللې بڼه ورکړي.

افغان حکومت په ۲۰۱۴ کال کې له امریکا غوښتنه کړې وه چې د ماینونو له کبله افغان ځواکونو ته د ډېرې مرګ ژوبلې د اوښتو د مخنیوي لپاره له هغوی سره د هاموې موټرو پر ځای د اېم. اېس. اېف. وي زغره ګاډو مرسته وکړي.

امریکایانوهم منلي وه چې افغان ځواکونوته به اېم.اېس.اېف. ۳۰۰ دانې ورکوي خو اوس دادی امریکایان په کړې ژمنه ونه دریدل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button