کابل ټکی کام ۱۵چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
پرون سعودي عربستان، افغانستان، یمن، بحرین، ایران او نورو عربي هېوادونو اعلان کړه، چې سبا چهارشنبه به د شوال لومړۍ ورځ وي، او کمکي اختر به لمانځل کیږي.
د پاکستان د رویت هلال کمیټې مشر ښاغلي مفتي محمد منیب نن د رسنیو له لارې اعلان وکړ، چې سبا چهارشنبه به د کمکي اختر لومړی ورځ وي.
نن هم په یو شمېر هېوادونو کې د مسلمانانو د کمکي اختر لومړی ورځ وه.
د یادولو ده، چې د سعودي او افغانستان هر وخت په یوه ورځ اختر وي، او د پاکستان ورسره اختلاف وي، مګر دا ځل د ټولو مسلمانانو په یوه ورځ اختر دی.

















