کابل ټکی کام ۱۷چنګاښ/۱۳۹۵، انصار
د ولسمشر د دوو فرمانونو پر اساس، د ننګرهار له عمومي محبس څخه ٩٠ بنديان خوشي شوي دي، او د ٢٠٠ نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.
له ننګرهار څخه د ترلاسه شویو راپورونو له قوله چې د دوو فرمانونو پر اساس د ننګرهار له عمومي محبس څخه د دوو ښځينه وو په ګډون ۹۰ تنه بندیان ازاد شول، او د ۲۰۰ تنو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.
د ننګرهار ولایت د محبس څخه د ازادو شویو بندیانو په وینا، مونږ چې په اختر کې له بنده ازاد کړل شو، دا زمونږ د کورنۍ او مونږ ته د خوښۍ ځای دی.
د یادولو ده، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او مرکز کې به وړاندې هم په جنایي جرمونو محکوم بندیان، چې د بند موده به یې کمه پاتې وه، د وخت د واکمن په ځانګړي فرمان به له بنده ازادېدل.


















