کابل ټکی کام ۲۰ چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
هندي مسلمانانو د هندي اسلامي مبلغ ذاکر نایک د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
هندي رسنیو خبر ورکړی دی، چې د هندي علماوو په ګډون یو شمېر هندي مسلمانانو ډاکټر ذاکر نایک «تروریستي ذهنیت» ته په لمن وهلو تورن کړی دی، او د دغه هېواد له امنیتي او استخباراتي ادارو یې غوښتي دي، تر څو د ذاکر نایک تبلیغي فعالیتونه ودروي، او د ده کتابونه را ټول کړي.
دغو مسلمانانو تېره ورځ د اوتراپردیش مرکز کې یوې غونډې ته چې د حضرت ګنج نومي جومات کې دایره شوې وه، د ذاکر نایک پر خلاف دغه بیان ورکړ.
د هندوستان د علماوو شورا سکرتر مولانا کلب جواد ویلي دي، چې ډاکټر ذاکر نایک په خپلو بیانیو کې د «تروریستانو» سره همکاري کوي.
یو بل هندي مشهور عالم مولانا یعقوب په یوه غونډه کې وویل، چې ذاکر نایک باید د عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي.
د یادولو ده، ډاکټر ذاکر نایک د هندوستان د اسلامي مبلغینو څخه دی، چې په نړیواله کچه پلویان لري.


















