د ایران (SU-24) ډوله الوتکه لوېدلې ده

کابل ټکی کام ۲۰چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
د ایران د هوايي ځواک (SU-24) ډوله الوتکه د دغه هېواد په جنوب کې لوېدلې ده.
تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی دی، چې نن سهار د کابل په ۹:۲۰ بجو باندې د فارس ولایت د بحتګان جهیل سره نږدې لوېدلې ده.
خبر وایي، چې پیلوټ ځان غورځولی دی، او په چورلکه کې د ولایت مرکز شیراز ته لېږدول شوی دی.
لومړنی څېړنې ښيي، چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلې ده.
د پېښې په اړه تر اوسه پورې نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو لا هم څېړنې روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button