جنرال عبدالرازق : د طالبانو له لوري په کندهارحملې زیاتي شوې دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۰/ عبدالهادي همت

د کندهارولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، د دې ولايت په همسایه ولایتونو كې د جګړو له امله سږ کال د کندهار پر لویدیځو او شمالي ولسوالیوهم د طالبانو حملې زیاتې شوې دي.

د طالبانو دغه حملې د کندهار په ميوند، ژړۍ غورک، خاکريز او شاولي کوټ ولسواليو كې زیاتي شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق وايي، د دغو بریدونو دمخنوی په غرض يې د تېر کال په پرتله سږ کال عملیات ډير کړي دي.
د امنیه قومندان په خبره هغه ولسوالۍ چې هلمند، اروزګان، او زابل ته نږدې دي هره ورځ په کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړې کېږي او په وینا يې په یادو ولسوالیوکې په هرو دولسو ساعتونو کې يا خو امنيتي ځواکونه عمليات کوي يا هم د طالبانولخواپه ځواکونو بريدونه ترسره کیږي

جنرال رازق دغه راز وايي، طالبانو اوس مختلفې پرمختللې وسلې (سنايپر)تر لاسه کړې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button