کابل ټکی کام ۲۰چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د القاعده نړیوال تنظیم د بنسټګر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په یوه غږیز پیغام کې امریکا ته ګواښ کړی دی، چې د خپل پلار غچ به ترې اخلي.
حمزه بن لادن په ۲۱ دقیقه یي غږیز پیغام کې چې (مونږ ټول اسامه بن لادن یو) تر نامه لاندې خپور کړی دی، او امریکا يې ګواښلې چې د پلار به ترې غچ اخلي.
ښاغلي بن لادن زیاتوي، د امریکا او د هغوی د متحدینو پر خلاف د دوی روان نړیوال «جهاد» به دوام لري.
حمزه بن لادن په دغه غږیز پیغام کې ویلي دي، دوی به په امریکا کې دننه او د امریکا څخه بهر پر امریکایانو او د دوی پر متحدینو حملې ګړندی کړي.
بن لادن وايي، د دغو حملو موخه یې له امریکایانو او د هغوی له متحدینو څخه د هغو ظلمونو او وحشتونو غچ اخیستل دي، چې په افغانستان، سوریه، سومالیه، فلسطین او د نړۍ پر نورو اسلامي ځمکو کې عملیات کوي، او مسلمانان ځوروي.
حمزه وایي:
«د شیخ اسامه بن لادن رحمه الله غچ اخیستنه په دې مانا نه ده، چې دوی د یوه شخص غچ اخلي، بلکې په دې مانا ده، چې دوی به د اسلام د دفاع کوونکو ټولو غچ اخلي.»
د امریکا برکنګ انسټیټیوټ وایي، حمزه بن لادن دا مهال ۲۰ کاله عمر لري، چې د القاعده تنظیم نظامي جګړییز ماموریت پر مخ بیایي.
دغه انسټیټیوټ وایي، حمزه بن لادن د ۱۱م سټمبر له حملو څخه مخکې د خپل پلار سره په څنګ کې پاتې شوی دی، او همدا راز حمزه بن لادن وروسته له هغې چې افغانستان د امریکا له لورې اشغال شو، د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې له خپل پلار سره وو.
امریکایي چارواکو د حمزه بن لادن پر فعالیت اندېښنه ښودلې ده، او ویلي یې دي، حمزه بن لادن یو ځل بیا القاعده شبکه هغه حالت ته بیايي، چې د ده د پلار پر مهال څنګه فعاله وه.
امریکایي چارواکي وایي، حمزه بن لادن یو خطرناک جهادي ځوان دی، چې د نړۍ زیاتره ځوان مسلمان نسل خپلې شبکې ته جلب کوي، تر څو پر امریکا او د هغوی پر متحدینو حملې ګړندی کړي.
د یادولو ده، اسامه بن لادن چې د القاعد شبکې بنسټګر وو، د پاکستان د اېبټ اباد په یوه کور کې یې ځان پټ کړی وو، چې د امریکا د یوې سترې چاپې په ترڅ کې له منځه ولاړو.


















