کابل ټکی کام ۲۰چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
طالبانو ادعا کړې ده، چې په کندهار کې یې بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده.
د طالبانو ویاند ښاغلی قاري یوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي دي، چې جنګیالیو یې د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې یوه بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده.
ښاغلی احمدي وایي، چې الوتکه یې خوندي ځای ته نقل کړې ده.
تراوسه پورې افغان دولتي رسنیو یې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د اوباما په فرمان سره امریکایي ځواکونو په افغانستان کې هوايي او ځمکني عملیات پراخ کړل، او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې به هغه سیمې په نښه کړي، چې افغان حکومت ته ستراتیژیکي ګټه ولري.


















