کابل ټکی کام ۲۰ چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان
نن د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه وه، چې د اورښت له کبله لغوه شوه.
افغان کرېکټ بورډ وایي، چې لوبه د لوبڅارانو د پرېکړې له مخې لغوه شوه.
نننۍ لوبه د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه وه.
تېره ورځ افغان کرېکټ ملي لوبډلې له سکاټلنډ لوبډلې څخه لوبه وګټله، او دا مهال ایرلنډ ته تللې ده.
افغان لوبغاړو هلته ډېر تمرینونه کړي دي، چې له لوبغالي سره یې بلدتیا موندلې ده.
افغان ملي لوبډله کې دا مهال تجربه لرونکي لوبغاړي هم شته دي، چې د دوی په شتون سره نوي ځوان لوبغاړي هم ښه ځلېدلي دي.
افغان لوبډله چې په دې وروستیو کې ښه ځلېدلې ده، کرېکټ پوهان یې له اېرلنډ سره برابره ګڼي.


















