ډاکتر آصف
تېره ورځ د پاکستان د خیبرپختونخوا په پیښور کې د افغان قونصلګرۍ لخوا د افغان مهاجرینو د بیرته ستنیدو د تشویق په موخه د (خپل وطن ګل وطن) تر شعار لاندې کمپاین پیل کړ، خو پښتانه تل یو بل متل زمزمه کوي او وایي چې: (چې چیرته د چا ښه وي هملته یې شپه وي).
خو آیا یو چا ته خپل وطن هر وخت ګل وطن وي او که نه هغه مهال ګل وطن وي چې د هغه عزت پکې خوندي وي، آیا په کوم ځای کې چې د چا عزت او ابرو خوندي نه وي د چا دین او ناموس خوندي نه وي، اقتصاد یې له صفر سره ضرب وي د سبا ډوډۍ لري خو بیګا ته یې اولادونه نهر وي آیا هغه به یې هم ګل وطن وي؟ نه هیڅکله نه، که افغان قونصلګرۍ خپل وطن ګل وطن بولي نو دهغوی لپاره رښتیا هم ګل وطن دی، ځکه چې دولتي ښه پوستونه یې اشغال کړي، ښه ډالري معاش اخلي، د ژوند ټولی اړتیاوې یې تضمین دي، او د اوسیدو لپاره یې مجلل کورونه آباد کړي دي.
خپل وطن به هغه چاته څه د ګل وطن حیثیت ولري چې د هغه د ژوند نورې اړتیاوې خو پریږده آن چې په خپل وطن کې د سرپناه ځای هم نه لري، په پاکستان کې خو به یې په کومه لرې پرته دښته کې د سرپناه کومه جونګړه له ډیر تکلیف او زحمت تیرولو نه وروسته جوړه کړي وي، او اوس د اوږد مهاجرت ژوند له دې اخه توخه غورځولی دی چې دغه د زړه په وینو جوړه کړې جونګړه یې ورانه کړای شي او بالآخره په افغانستان کې چې د شهر ناپرسان بڼه لري یو ځل بیا د سرپناه لپاره ځانته د جونګړي تابیا ونیسي.
خپل وطن هغه مهال یو چا ته په ګل وطن بدلیدای شي چې لږ تر لږه د سرپناه ځای ولري او د ورځنی معیشت او ژوند تیرولو لپاره لږ تر لږه د قوت لا یموت عاید لاسته راوړلی شي. نو بیا ویلای شي چې خپل وطن ګل وطن، پرته له دې باید د دې شعار پر ځای هغه شعار زمزمه کړی چی چیرته د چا ښه وي هملته شپه وي.
دا ټولو ته د لمر په څیر څرګنده ده چې په پاکستان کې پراته مهاجرین د دې توان نه لري چې خپلې کډې بار کړي او خپل هیواد کې بې سرنوشته ژوند غوره کړي، او که څوک دا کار وکړی نو په لوی لاس به ځان د هلاکت کندې ته وغورځوي.


















