کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۱/ عبدالهادي همت
په امریکا کې دولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوريت غوښتونکي ګوند مخکښ نوماند ډونالډ
ټرمپ خپلو پلويانو ته د وينا په مهال وويل، نړيوال له افغانستان سره ميلياردونه ډالر مرستې کوي، خو سرتېري يې د افغانانو په لاس وژل کېږي.
د برياليتوب په صورت کې به له افغانستانه خپل پوځيان وباسم
نوموړي زياته كړه، له بریالتوب وروسته افغانستان ته کومه برنامه په نظر کې نه لري
د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو ته يوازې څو مياشتې پاتې دي، د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه تل ضد او نقيض څرګندونې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر بارك اوباما په یوه تازه پرېکړه کې په افغانستان کې د ۸۴۰۰ سرتېرو د ساتلو اعلان وکړ.


















