کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ/۲۱ عبدالهادي همت
د وارسا په غونډه کې، چې ولسمشر او اجرائیه رئیس هم په کې ګډون کړی و، پریکړه وشوه چې تر ۲۰۲۰ م کاله پوري به له افغانستان سره په پوځي برخه کې مرستې کوي .
د مشرانو جرګې غړي دغه ناسته د افغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه بولي، خو د دې جرګې یو شمېر سناتوران وايي، چې امریکا او ناټو باید د جګړې د دوام لپاره د مرستې پر ځای په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او د جګړې پر پای ته رسولو غور کړی وای.
د دغې جرګې غړي زلمی زابلی او اصف صدیقي وايي، چې متحده ایالات او د ناټو غړي هېوادونه دي نور په افغانستان کې د جنګ جګړې د دوام په ځای د سولې او ثبات د ټنګښت کې په برخه کې رغنده ګامونه پورته کړي
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي بیا د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي، څو د ښې حکومتولۍ، او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي


















