دعایه غزل
فتحان حنفي
زړه مې په حق باندې بنا ساته قادره ذاته
تل یې په خپل رحمت صفاساته قادره ذاته
له ګناهونو تورو شپو سره اشنا چې نشي
وړانګه د ذکر پرې عطا ساته قادره ذاته
کړه یې مائل دتل لپاره خپل سپېڅلي ذات ته
له غیر باطلو یې فنا ساته قادره ذاته
دتورتمونو مینځ کې ګیر نشي معصوم زړګی مې
تل یې په مثل د رڼا ساته قادره ذاته
تر حق مرګي پوري مې زړه کړه حقاني پلو ته
پس له مرګي دې هم وې ستا خواته قادره ذاته
کړه د (فتحان) دعا قبوله له زړګي یې ووزي
ورته عطا خپله رضا ساته قادره ذاته


















