وزیري: د امنیتي ځواکونو تلفات د تیرکال په نسبت زیات دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۱/عبدالهادي همت

د دفاع وزارت وايي د تلفاتو شميرپه دې زیات شوی دي چې د هیواد په ګڼوسیمو کې جګړه سخته شوې ده او ګڼ شمیر ځواکونو دجګړې د مخنوی په موخه  په جګړه کې شرکت کړی دي.

دفاع وزارت وايي چې د طالبانو هغه هڅې ناکامه کړې دي چې غوښتل يې څو ولایتونه تر خپلي ولکې لاندې راولي.

جنرال دولت وزيري داڅرګندوني وروسته له هغه وکړې چې په افغانستان کې د ناټواو امریکايي  قواو قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي و دافغان ځواکونو تلفات نسبت تیرکال ته اضافه شوي دي

وزیري وايي د زیاتو تلفاتو دمخنوی په غرض اوس ځواکونه ډیری عملیات د شپې او د کامنډو ځواکونوپه مټ ترسره کوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button